تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

دتلی میاشتی راپور

2016-12-12 logo - cjtf.jpg

دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق ،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور

د پولیس د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۵ کال دتلی  میاشتی په اوږدو کی ټول ټال ۲۲  قضیی د۱۲ تنود مسکراتو اونشه یی توکو دجرمونو په تور له ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلی دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کی د لمړنی څیړنی نه وروسته هغی دعدلی تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دځانګړی څارنوالی لوی ریاست ته لیږلی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چی دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړی په دی موده کی د ۱۸ قضیو څیړنی تکمیل کړی او په یاده موده کی ۱۸ قضیی ابتدایی محکمی ته، ۱۶قضیی استیناف محکمی ته  او ۱۲ قضیی دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت دستری محکمی عامه دیوان ته استولی ده.

دیادولو وړ ده چی دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ د۱۳۹۵ کال د تلی میاشتی په لړ کی ۲۰ قضیی دافغانستان اسلامی جمهوری دولت دستری محکمی دعامه دیوان له طرفه قطعی شوی دی.

ټول ټال ضبط شوی مخدره توکی چی قضایاوی د۱۳۹۵ کال د تلی میاشتی په لړ کی دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته مواصلت کړی دی په لاندی ډول دی:

(   ۱۷۰،۱۱۸ ) کیلو ګرامه  هیروئین

(    ۴۴۰۰ ) کیلو  ګرامه   مورفین

(۱۰۶۷۸،۲۶ )کیلو ګرامه تریاک

(۲۳۴ )کیلو ګرامه چرس

(۴۶۵۵ )کیلوګرامه جامدکیمیاوی مواد 

(۰) لیتره مایع کیمیاوی مواد

( ۱۶۰،۳) لیتره الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چی دتلی میاشتي په اوږدوکی ډیری قضیی لري:

ننګرهار ولایت ۸قضیو سره،بدخشان ولایت ۴ قضیو سره ، سمنگان  ۳قضیو سره ، او کابل ۲ قضیو سره  له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږی چی د تلی میاشتي په اوږدوکی د نشه یی توکو او مسکراتو ډیری قضیی لري.

هغه ولایتونه چی د تلی میاشتي کي هیڅ قضیی نه لری:

لوګر،خوست،دایکنډی،نورستان،پنجشیر،وردک،پکتیکا،لغمان،کندز،کاپیسا،هلمند،غور،غزنی،فراه،بامیان،بادغیس، نیمروز،بلخ،هرات،زابل،ارزگان،فاریاب،سرپل،جوزجان،کنر او بغلان.