تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د سلواغی میاشتي راپور

2017-02-19 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزد تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست، میاشتني راپور.

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۵ کال د سلواغی میاشتي په اوږدو کې ټول ټال ۳۶ قضیی د۴۸ تنود مسکراتو اونشه یی توکو دجرمونو په تور له ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته هغي دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دی.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي لوي څارنوالی د راپور پربنسټ په یاده موده کې  ۸۴ قضیو عدلي څیړني بشپړی کړی  او ذیصلاح محاکمو ته لیږلي دی.

یاد ریاست په دی موده کې ۴۰ قضیی ابتدایی محکمي ته، ۲۲ قضیي استیناف محکمي ته  او ۲۲ قضیي دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دستری محکمي عامه دیوان ته استولي ده.

توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ د۱۳۹۵ کال د سلواغی میاشتي په لړ کې ۱۹ قضیي دافغانستان اسلامي دولت دستری محکمي دعامه دیوان له طرفه قطعي شوی دي.

ټول ټال یا په مجموعي توګه ضبط شوی مخدره توکې چی قضیي د۱۳۹۵ کال د سلواغی میاشتي په لړ کې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته مواصلت کړی په لاندی ډول دي:

(۳۰۴،۶۳۶ کیلو ګرامه ) هیروئین

(۳۷،۱۶ کیلوګرامه) مورفین

(۶۰۰۷،۱  کیلو  ګرامه  ) تریاک

(۲۴۲۰ کیلوګرامه) چرس

(۳۰۷۱،۶  کیلوګرامه) کیمیاوی جامد مواد

(۴۶۵لیتره) الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چې د سلواغی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت ۱۵ قضیو سره،ننګرهار ولایت ۵ قضیو سره  او همدارنګه نیمروز ولایت ۵ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چی د سلواغی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،کندهار،پروان،هرات،غزنی،فاریاب،سرپل،خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،تخار،سمنګان،پکتیکا،ارزګان،لغمان،کنر،کاپیسا او بامیان په دی موده کی هیڅ کومه قضیه نه لري.