تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

په کابل کې دمخدره توکو سره دمبارزی نړیوال کنفرانس جوړیږي

2017-03-06 Chief Executive of the Islamic Republic of Afghanistan Dr. Abdullah Abdullah

 

دافغانستان د یووالی حکومت د  اجرائیه مشر ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله  غواړی ترڅو په کابل دمخدره توکو سره دمبارزی په برخه کې یوه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

دافغانستان رو د راپور پربنسټ عبدالله عبدالله په هغه ناسته کې چی دمخدره توکو سره دمبارزی کمیټه کی ګډون کړی و، ‌ذیربطو وزارتونوته سپارښتنه وکړه چې دیاد کنفرانس دجوړیدو زمینه برابره کړی ترڅو چی دمخدره توکو دتولید اوقاچاق  زیاتوالي په برخه کی نړیوالو نهادونوسره بحث وشي.

دافغانستان اجرائیه مشر دمخدره توکو دکښت اوتولید دزیاتوالي اندیښنه وښودله  اوزیاته کړه چي دمخدره سره مبارزه باید دحکومتي نهادونو تربرنامی لاندی ترسره شی.

 په همدی حال کې آغلي سلامت عظیمی دمخدره توکو سره دمبارزي وزیره د یو راپور په وړاندی کولو سره زیاته کړه چې د۱۳۹۵ لمریز کال کی د نا امنیو او بین المللی ټولنی دمرستو بندیدو له کبله دمخدره توکو په کښت کې ۱۰ سلنه او دتولید په برخه کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی .

دآغلی عظیمی په خبره مخکی په ۱۵ ولایتونو کی مخدره توکو کښت اوتولید کیدل ، اما په روان کال کی بلخ اوجوزجان ولایتونه هم په کی زیات شوی دی .

دمخدره توکوسره دمبارزی وزیره خبر داری ورکړه که ښه تدابیر ونه نیول سی وضعیت له دی نه بدتر شی.

هغه وویل چی دمخدره توکو سره دمبارزی وزارت دنورو حکومتی نهادونو همکاریو ، کافی بودیجی،دپرسونلو زیاتوالی او دملی وحدت حکومت درهبری غوڅ ملاتړ ته اړتیا لری.

همدارنګه لوی پاسوال بازمحمد احمدی دکورنیو چارو وزارت مرستیال وویل چی له ۸۰ سلنه زیات مخدره توکی په هغه امنو ولایتونو کی کښت کیږی چی په ډیری برخه کی طالبان مسلط دی.

هغه زیاته کړه چی په روان لمریز کال کی دکورنیوچارو وزارت دمخدره توکوسره دمبارزی معینیت پولیس  (۹۲۵،۹۰۸) هزار تُن مخدره توکو اومسکرات او دمخدره توکو (۱۰۴) فابریکی کشف اوضبط کړی دی.

دهغه په خبره دمخدره توکو دتولید اوکښت دزیاتوالي عمده دلیل په هیواد کی ناامنی په ګوته کړه.

په دغه ناسته کی ښاغلی څارنمل محمد عارف نوری دمسکراتو او نشه یی توکو دجرایم پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دځانګړی څارنوالی لوی رییس هم ګډون کړی و.