تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

دښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

2017-03-08 8 of March in CJTF

 

دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز کې نن چهارشنبه دمارچ اتمی څخه چې د ښځو له نړیوالي ورځي سره سمون لري په یوه ځانګړی غنډه کې  لمانځه وشوه.

په دغه غنډه کې دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز دځانګړی څارنوالی لوي رییس ښاغلی څارنمل محمد عارف نوری اود مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی سرپرسته رییسه آغلي قضاوتیار منیره بهارکی د یاد مرکز په استازیتوب خبري وکړي.

ښاغلي نوري د ښځو نړیواله ورځ ټولو افغانو ښځو ته او په ځانګړي توګه دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ښځینه کارونکو ته مبارکي وویل اوزیاته کړه چې په افغانستان کې دښځو په برخه کې ډیر پرمختک شوی خو له بده مرغه باید ووایم چې تراوسه هم دهیواد په ځینو برخو کې دښځو پروړاندی تاوتریخوالي شتون لري  او  ښځي د  خپل له اساسي حقوقو ځخه بی برخي پاتي دي.

هغه ټینګار وکړ چی دملي یووالی حکومت دنړیوالي ټولنی په مرسته کوښښ کوی چی ښځي په تولو برخو کی له نارینه سره یوشان حقوقږ حخه برخه مند شي.

ورپسي دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی سرپرسته رییسه آغلي قضاوتیار منیره بهارکی په اسلام کی د ښځو په مقام رڼا واچوله او وویل:(( داسلام سپڅلی دین دښخو لپاره ډیر لوړ مقام ټاکل دي خو له بده مرغه ډیری ښځی په اسلام کی  دخپل حقوقو څخه پوهاوی نه لري او په ټولنه کې د خپل په ارزښت هم نه پوهیږی.))

آغلي بهارکی زیاته کړه چی دښځو سره دتاوتریخوالی دمبارزی په موخه باید دخلکو او په ځانګړی توګه دښځو پوهاوی لوړه شي ترڅو چی ښځی له خپل انسانی اواسلامی حقوقو نه باخبره شی. 

دغنډی په پای کی دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز ښځینه کارکونکو ته تحفی اوستاین پاڼی وویشل شوي.