تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د ملي امنیت سلاکار، په مسکو کې له خپل روسي سیال سره وکتل

2017-03-18 Muhammad Hnif Atmar

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د جمعې پر ورځ د روسیې د فدراتیف جمهوریت د ملي امنیت شورا سکرتر ښاغلي نېکولای پېټروشوف سره وکتل.

 په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد مشترکې مبارزې، په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

 په دې غونډه کې روسي لوري وویل، چې له طالبانو سره یې وروستي تماسونه، د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې پروسې ته د دې ډلې د هڅولو په موخه دي. په دې لېدنه کې، له افغانستان سره د روسیې د امنیتي همکاریو په اړه مفصلې خبرې وشوې او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې دهلو ځلو په برخه کې ګډې اندېښنې شریکې او پر مشترکو تدابیرو موافقه وشوه.

 د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر وویل، چې افغان دولت روسیه خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ترهګرۍ ضد مبارزه، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې، د سولې او ثبات تامین او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په مبارزه کې یې هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري. 

 نوموړي، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره، د روسیې د دولت د دې دریځ هرکلی وکړ، چې مخالفې وسلوالې ډلې یې د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې خبرو ته هڅولي دي.

 په دې لېدنه کې، په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر دوکتور عبدالقیوم کوچي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ګډون درلود.