تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

دمسکراتو اونشه یی توکو دقاچاق په تور۵۶۵ تنه نیول سوی دی

2017-03-19 Ahmad Khalid Mowahid

 

د ۱۳۹۵م  لمریز کال د وری میاشتي څخه د کب تر ۲۲ مه  د مخدره توکو سره دمبارزي  پولیسو او د هیواد نور کشفي اوامنیتي ارګانونو لخوا ۴۴۸ قضیی چی د هغه له جملی  څخه ۱۲۵ قضیی پرته له مظنون  دی  په اړوند یي ۵۶۵ تنه د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول سوی  او دعدلي او قضایی څیړنو له پاره د مسکراتو اونشه یي توکودجرایمو پرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوي دي.

دنیول سوي کسانو په مینځ کې ۲۳ تنه دامنیتي اود ملکي خدماتو کارکونکي، ۲۷تنه یي زنانه او۵ تنه یي دایران هیواد وګړي شتون لري.

دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ته را رسیدلی قضیی، ښی چې په یاده موده کې ننګرهار ولایت د۷۳ قضیو سره، کابل د۶۶ قضیو سره، کندهار د۴۷ قضیو سره ،هرات د۳۸ قضیوسره او نیمروز ولایت د۳۱ قضیو په درلودلو سره دمسکراتو اومخدره توکو د ډیروجرمي قضیو سره لرونکې ولایتونه شمیرل کیږي.

همدارنګه د مخدره توکو د۳۲ بابه کارخونو ویجاړ ترڅنګ د یادو قضیو په اروند په مجموعي ډول لاندي نشه یي توکې اومسکرات کشف او ضبط شوي دي:

۱- څه باندي  (۶۷۶۲) کیلوگرامه هیروئین

۲- څه باندي (۱۷۷۷۹) کیلوگرامه مورفین

۳- څه باندي (۴۸۱۱۲) کیلوگرامه تریاک

۴- څه باندي (۳۳۰۷۵۲) کیلوگرامه چرس

۵- یوه کیلوگرامه شیشه

۶- څه باندي (۳۲۶۱۳) لیتره تیزاب

۷- څه باندي (۹۰۹۶۹) کیلوگرامه جامد کیمیاوی مواد 

۷- (۱۳۰۰) لیتره خالص الکول 

۸- څه باندي (۱۱۳۲۳۷) لیتره الکولی مشروبات 

۹- ۴۱میله بیلابیل وسلي 

۱۰- ۲۵۷بیلابیل موټره (تیزرفتار او باروړونکي)

۱۱- دوه میله راکټ انداز

۱۲- یوه پایه مخابره

۱۳- درې قبضی لاسي بمونه 

۱۴- ۵۷۶سیټه ګرځنده ټیلیفونونه

۱۵- ۱۹۸۳فیره بیلابیل مرمي

۱۶- ۲۵۶۹ د نشتر وهلو تییغ

۱۶- او یو قاب دوربین کشف او ضبط شوي دي.

دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي د څارنوالي لوي ریاست د۱۳۹۵ م لمریز کال په اوږدوکي هغه قضیی د تدقیق ،پلټنی اولابراتوار لوي مدیریت د ابتدایی څیړنو وروسته ترلاسه کړي او یاده څارنوالی د عدلی تعقیب نه وروسته ۳۸۱ قضیی ابتداییه محکمي ته او ۲۹۱ قضیی استیناف محکمي ته او ۲۸۴ قضیی د بشپړی فیصلی له پاره نهایی محکمي ته استولي دي.

دیادونی وړ ده چې ۴۱ تنه د۲۷ قضیو په اړوند د پورتنیو قضیو له جملي څخه د الزام دلایل نه شتون له کبله د اختصاصي څارنوالي لخواه بیرته خوشی شوي دي.

د مسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزي د ابتدایی محکمي لخوا د۳۳۱ قضیو په اړوند ۵۰۵ تنه محکوم په جزا کړي او یو کس یي دالزام دلایل نه شتون له کبله بی ګناه پیژندلی.

د مسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزي د استیناف محکمي له لوری د۳۳۱ قضیو  په اړوند ۵۱۲ تنه له یو کاله تر ۲۰ کالو پوری په تنفیذی حبس محکوم په جزا شوي دي.

همدارنګه دافغانستان اسلامی جمهوریت دستري محکمي د عامه امنیت دیوان لخوا په ټاکل شوي موده کی دمسکراتو اومخدره توکی د۲۸۴ قضیو په اړوند ۳۱۲ تنه مجرم پیژندل شوي او تر۲۰ کالو محکوم په جزا شوي دي.

په همدي حال کې دمسکراتو اومخدره توکو دقضیو دمظنونینو څخه په مجموعي ډول لاندی پیسي لاسته راغلی او دڅارنوالي له لوری په قطعي حساب دافغانستان بانک ته تحویل سوی دي: ( اته میلیونه او ۲۷ زره او۲۹۲ سوه افغانی ، دوه سوه زره ۷۰۱۸ امرکایی ډالر، ۴ میلیونه او دوه سوه دیرش زره او ۲۵۰ پاکستانی کلداری، ۳۹۵۰۰ هندی کلداری او دوه سوه زره ایرانی تومان دی.

دیادونی وړ ده چی دمسکراتو اونشه یی توکو دجریمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز په ۱۳۸۴ لمریز کال بنسټی ایښودل شوي دي  او دمسکراتو اومخدره توکو سردمبارزی قانون د ۱۷  او ۱۸ می مادی پر بنسټ هغه صلاحیتونه لری کوم چی دهیرویینو مقدار۲ کیلوګرامه، تریاکو ۱۰ کیلوګرامه،چرس ۵۰ کیلوګرامه، کیمیاوی مواد۵۰ کیلوګرامه اوالکولی مشروبات ۵۰ لیتره وي .