تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

موحد: دمسکراتواونشه یي توکودقاچاقودجرمونو منقول او غیرمنقول شتمني مصادره کیږي

2017-04-15 Ahmad Khalid Mowahid

 

دافغانستان اسلامي جمهوریت دستري محکمې د وروستیو فیصلي پربنسټ د۱۳۹۶ لمریزکال له پیل څخه هغه غیرمنقول شتمني چې دمسکراتو اونشه یي توکو دقاچاق له جرمونو څخه لاسته راځي د پنځم بند اولومړی فقری اود پیسو د مینځلو منع دڅلورمی مادی پربنسټ د مصادری وړ بلل کیږي. 

احمد خالد موحد دمسکراتواونشه یی توکوپرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ویاند اودمطبوعاتو اوعامه اړیکو رییس نن شنبی ورځ د ۱۳۹۶ لمریز کال دوری میاشتی ۲۶ می نیټه دحکومت داطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې  د یوه خبری ناستې په ترڅ کې وویل چې دغه پریکړه دعدلی اوقضایی مرکز د ځانګړی څارنوالی په وړاندیځ دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو تورنو دغیرمنقول شتمنیو دمصادری په هکله دستري محکمې دعالی شورا لخواه تصویب او د۱۳۹۶ لمریز کال د وری میاشتې څخه دتطبیق وړ دي.

هغه زیاته کړه چې دځانګړی څارنوالی ریاست د دغه مرکز له جوړیدو څخه دمخدره توکو د ځانګړی قانون د۱۹ می مادی پربنسټ یواځی منقول شتمني ( موټري،وسلي،نغدی پیسي،ټیلیفونونه، اوداسی نور) څیزونه دغوښتني صلاحیت یی درلود، ولی په دی وروستیو کې د هیواد دستري محکمې دعالی شورا دپریکړی پربنسټ یاد څارنوالی دټولو منقول اوغیرمنقول شتمنیو دمصادری واک لري.

ښاغلي موحد وایي دغه وړاندیځ دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلی اوقضایی مرکز دځانګړی څارنوالی د لوي ریاست لخواه دمسکراتو اونشه یی توکو د قاچاقبرانو سره د چټک مبارزه،په ټولنه کې د اقتصادی ثبات ایجادیدل او د حقوقو برابري د منقول او غیر منقول دشتمنیو په موخه د افغانستان دستری محکمې مقام ته شوی دی.

د موحد په خبره دمسکراتو اونشه یي توکو د جرایمو پرضد دمبارزي عدلی اوقضایی مرکز د(۱۳۸۴ کال تر۱۳۹۵ کال تر پای پوری دمسکراتو اومخدره توکو سره قانون د ۱۹ می مادی پربنسټ مصادره شوی موټر چې په مجموعی ډول ۱۱۸۱ عرادی لوی اوکوچني موټري چې ارزښت یی په آزاد بازار کی د یوه موټر ارزښت له ۳۵۰۰ ډالرو تر ۶۵۰۰۰ ډالرو تخمین شوي.

هغه تصریح کړ چې همدارنګه په یاده موده کې دغه مرکز ټول ټال له اته پنځوس میلیونو څخه زیات افغاني، تقریباْ اوو سوه زره ډالره، له یو میلیونو هندی کلدارو څخه زیات، تقریباْ شپیته میلیونه پاکستانی کلداری. له یو سل اودیرش میلیونو ایرانی تومانو څخه زیات، له دری زره عربی ریال څخه زیات، ۶۶۰ درهم دمتحده عربی اماراتو او۲۷۰۰ یورو چې د  محترمو محاکمود حکم وروسته مصادره او د دولت د قطعی عوایدو په حساب سپارل شوی دي. 

خالد وویل چې په همدی موده کې له سل هاو بیلابیلو میلو وسلي، سل هاو سیټه ټیلیفونونه او ۴۸ عرادی موټرسایکلونه دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو دتورنو څخه لاسته راغلي اومصادره شوی دي.

د دغه مرکز ویاند زیاتوی چې ټولی شتمني اوجایدادونه او واسطي چې دمسکراتو اونشه یي توکو دجرایمو دقانون د۱۹ می مادی پربنسټ او دمحاکمو دقطعی حکم نه وروسته د دولتی ارګانونو داړتیاو دپوره کولو په موخه مالیی وزارت ته اویاهم آزاد بازار ته دلیلام په موخه ورکول کیږي. 

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز په ۱۳۸۴ لمریز کال کی بنسټ ایښودل شوي دي  او دمسکراتو اومخدره توکو سره دمبارزی قانون د ۱۷  او ۱۸ می مادی پر بنسټ هغه صلاحیتونه لری کوم چی دهیرویینو مقدار۲ کیلوګرامه، تریاکو ۱۰ کیلوګرامه،چرس ۵۰ کیلوګرامه، کیمیاوی مواد۵۰ کیلوګرامه اوالکولی مشروبات ۵۰ لیتره وي .