تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د وری میاشتی راپور

2017-04-24 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزد تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور.

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د وری میاشتي په اوږدو کې ټول ټال ۴۰ قضیی د۴۷ تنود مسکراتو اونشه یی توکو دجرمونو په تور له بیلابیلو ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دي چې د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته هغه یي دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي لوي څارنوالي د راپور پربنسټ د تیری میاشتي قضیو ترڅنګ او د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د نوي قضیو سره چې جمله ۹۰ قضیی کیږي له هغه جملي څخه د ۴۴ قضیو عدلي څیړني بشپړي کړي.

یاد ریاست په دي موده کې ۴۵ قضیی ابتدایی محکمي ته ، ۴۰ قضیي استیناف محکمي  ته او ۳۵ قضیي دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دستری محکمي عامه دیوان ته اسولي.

د نشه یی توکو پرضد د مبارزی د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ د۱۳۹۵ کال د وری میاشتي په لړ کې ۳۶ قضیي دافغانستان اسلامي دولت دستری محکمي دعامه دیوان له لوری قطعي شوی دي.

ټول ټال یا په مجموعي توګه ضبط شوی مخدره توکې چې قضیي د۱۳۹۶ کال د وری میاشتي په لړ کې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلي په لاندی ډول دي:

(۲۰۴.۱۶۹ کیلو ګرامه ) هیروئین

(۳۰.۸۶ کیلوګرامه) مورفین

(۲۲۸.۷  کیلو  ګرامه  ) تریاک

(۵۴۸۲.۷۴۵ کیلوګرامه) چرس

(  ۱.۳۶  کیلوګرامه) کیمیاوی جامد مواد

(۱۰۳۶.۷۵لیتره) الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چې دکب میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت ۱۳ قضیو سره،ننګرهار ولایت ۹ قضیو سره  او بدخشان ۵ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکې ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چی د کب میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

هلمند،بلخ،پنجشیر،کندز،غزنی،فاریاب،لوگر،کندهار،ارزگان،کاپیسا،سرپل،دایکندی،نورستان،وردک،سمنگان،پکتیکا،بادغیس،غور،جوزجان،لغمان،کنر او بامیان.