تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د غویی میاشتي راپور

2017-05-22 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزد تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور.

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د غویی میاشتي په اوږدو کې په مجموعی ټوګه ۳۵ قضیی د۴۱ تنو د یوه نارینه ایرانی وګړی او د یوه زنانه په ګدون د مسکراتو اونشه یی توکو دجرمونو په تور له بیلابیلو ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دي چې د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته هغه یي دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي څارنوالي لوی ریاست د راپور پربنسټ د تیری میاشتي د ۴۲ قضیو ترڅنګ او د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د ۴۶ د نوي قضیو سره چې جمله ۸۸ قضیی کیږي له هغه جملي څخه د ۳۹ قضیو عدلي څیړني بشپړي کړي.

یاد ریاست په دي موده کې ۴۶ قضیی ابتدایی محکمي ته ، ۲۳ قضیي استیناف محکمي  ته او ۱۷ قضیي دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دستری محکمي عامه دیوان ته اسولي.

د نشه یی توکو پرضد د مبارزی د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د غویی میاشتي په لړ کې د ابتدایی مخکمی له لوری د ۳۷ قضیو په اړوند، استیناف محکمی له لخوا د ۳۰ قضیو په اړوند و د افغانستان د ستری مکمی لخوا د ۱۷ قضیو په اړوند فیصلي صادری شوي دي.

همدارنګه دغه ریاست د ۱۳۹۶ لمریز کال د غویی میاشتي په اوږدوکی ۱۷ عرادی موتره او ۴۸ سیته بیلابیل موبایلونه  چی له قاچاقبرانو څخه نیول شوی وو مصادره کړي او ۴۵۸۵۳ زره نغدی افغانی و ۲۲۱۰ زره نغدی امریکایی دالره  له قاچاقبرانو حخه ترلاسه شوی وو هغه یی پشتنی بانک ته د امانت په ټوکه سپارلي دي.

په مجموعي توګه ضبط شوی مخدره توکې چې قضیي د۱۳۹۶ کال د  غویی میاشتي په لړ کې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلي په لاندی ډول دي:

(۳۱۵.۳۴۵ کیلو ګرامه ) هیروئین

(۲۰۳.۷  کیلو  ګرامه  ) تریاک

(۳۵۹۵.۱۲۸ کیلوګرامه) چرس

(  ۱۰۱۰.۷  کیلوګرامه) کیمیاوی جامد مواد

(۳۰۲.۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد

(۷۴۶.۷۵لیتره) الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چې د غویی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

-کابل ولایت ۱۴ قضیو سره،ننګرهار ولایت ۵ قضیو سره  او هرات ۴ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکې ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چی د غویی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

-لوگر،خوست،دایکندی،نورستان،زابل،وردک،تخار،سرپل،سمنگان،پکتیکا،ارزگان،لغمان،کندز،کنر،کاپیسا،جوزجان،غور،فاریاب،فراه،بامیان،بلخ و بادغیس.