تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د غبرګولی میاشتي راپور

2017-06-21 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور:

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتي په اوږدو کې جمله ۵۱ قضیی د۶۸ تنه د ۲ شخینه ، ۴ دولتی کارکونکی او ۲ ایرانی او پاکستانی وګرو په شمول په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چی دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه ۲۹ نوی قضیی ترلاسه کړي هغه یی د تیري میاشتی د ۴۹ قضیو ترڅنګ  چې جمله ۷۸ قضیی کیږي په دی موده کې له هغه جملی څخه یی د ۴۳ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي جمله ۷۴ قضیی مربوطه محاکموته سپارلي چې له هغه جملی څخه ۴۶ قضیی ابتدایی محکمی ته،۱۸ قضیی استیناف محکمی ته او ۱۰ قضیی د افغانستان د ستري محکمی عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.

 د ځانګړی څارنوالی راپور پربنسټ، په دی موده کې ابتدایی محکمی لخوا ۳۰ قضیی، استیناف محکمی لخوا ۲۰ قضیی او د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان  لخوا ۱۴ قضیی فیصله شوي دي.

نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د غبرګولی میاشتی په لړکې ۱۰ عرادی موتره،۲۹ سیته بیلابیل موبایلونه چی د مسکراتو او نشه یی توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه ۱۸۸۳۵۰ زره افغانی او ۳۱۲۷ زره امریکایی دالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

د۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې  دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(  ۲۴۴.۱۳۵ کیلو گرامه ) هیروئین

(  ۲۵۰۰  کیلو  گرامه  ) مورفین

(  ۱۳۳۴  کیلو گرامه) تریاک

(  ۳۱۷.۵۲۵ کیلو گرامه) چرس

(  ۶۳۴۰.۹  کیلوگرامه) جامد کیمیاوی مواد 

(  ۴۵۲۴.۱لیتره) الکولی مشروبات 

هغه ولایتونه چې د غبرګولی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

-کابل ولایت له ۱۷ قضیو سره،ننګرهار  ولایت له ۱۲ قضیو سره او نیمروز ولایت له ۷ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایت شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د غبرګولی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

-خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،سمنګان،پکتیکا،پکتیا،ارزګان،لغمان،کنر،کاپیسا،هلمند،غور،غزنی،فاریاب،بدخشان،بغلان و بادغیس د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.