تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د نشه یي توکو پرضد د مبارزي د ملي سمون اونئ کمپاین پرانیستل سوو

2017-07-03 CJTF Photo

 

د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي عدلي او قضائي مرکز د  مطبوعاتو او اعامه اړیکو ریاست له لوری د کابل – تورخم په دروازه کې د نشه یي کشت،تولید،قاچاق او د نشه یي توکو او الکولی مشروباتو کارولو د زیانونو د  عامه پوهاوی په موخه د کوچنیو او لویو موټرو په ښیښو باندی د پوسترونو د نصبولو کمپاین په لاره واچوړ سو.

نوموړی کمپاین  دکابل ګیت د نشه یی توکو پرضد د مبارزي پولیسو په مرسته د مسافروینو او چلونکو د پوهاوی له پاره د رسنیو په شتون سره پرانیستل سوی.

دغه کمپاین د خلکو او چلونکو لخوا وستایل سو او وویل چې په دغه اونئ کې باید ټول مشران،علماوو او خلکو له لوری برخه واخلي.

په پام کې ده چې د کمپاین په لومړی ورځ کې دري زره پوستری د موټرو په ښیښو کې نصب شي.

ویل کیږي چې دغه کمپاین د کابل په دریو نورو دروازو کې هم پیل شي.