تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

هرات کې څه باندی ۱۵ زره لیتره تیزاب وسوځول سو

2017-07-11 CJTF Photo

 

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دابتدایی محکمي د فیصلی پربنسټ هرات ولایت کې نن د چنګاښ ۲۰ مه نیټه (۱۵۳۴۰) لیتره تیزاب وسوځول شول.

سوځول سوی کیمیاوی مواد  د (استیک انهایدراید) تیزاب له بیلګی څخه ده چې ور څخه دهیرویینو په ترکیب کې ګته اخیستل کیږی .

دغه مواد په ( ۷۶۷)  ۲۰ لیتره بوشکو کې ځای پرځای شوي وو چی د هرات د کشفی منسوبینو د مخکنی اطلاعاتو پربنسټ  کشف او ونیول شول.

سوځول شوی کیمیاوی تیزاب چې په مجموعی توګه څه باندی ( دری ویشت میلیونه او پنځه سوه زره) افغانی ارزښت لری ویل سوی د غربي سرحدونه څخه هرات ولایت ته انتقال سوی وو. 

پولیسو د یادی  قضیی په تور دوه تنه چې دهرات اوکندهار اوسیدونکي دی نیولي  او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته استولی دي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۶ لمریز کال دلمړی ربعي  په لړ کې ټوټال ۱۲۶ قضیی د۱۵۶ کسه مظنون د۴ تنه دعامه خدماتو موظفینو په ګډون، ۳ تنه خارجی وګړی او ۴ تنه ښځینه دمسکرات اونشه توکو دجرایمو په تور له ټول ولایتونو څخه دتدقیق ،پلټنی اولابراتوارمدیریت ته مواصلت کړیده چی لمړنی څیړنه یی دقانون په رڼا کی تکمیل شوی اودبشپړ تحقیقاتو په موخه ډخانګړی څارنوالی لوی ریاست ته استول شوی دی.

همدارنګه د۱۳۹۶ کال د لومړی ربعي په اوږدو کې جمله ۱۵۶ قضیی د۴ تنه دولتی کسانو،۴ شخینه او د ۳ بهرنی وګړو په شمول په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته را رسیدلي دی چې د لومړنيو څیړنو وروسته یادی قضیی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږل سوي.