تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

ولسمشر: تروریستانو او د نشه یي توکو قاچاق وړونکو سره ورته مبارزه وشي

2017-07-16 CJTF Photo

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له امریکا متحده ایالاتو څخه غوشتي چې د تروریستانو او د نشه یي توکو قاچاق وړونکو له منځه وړلو له پاره باید ډواړو پروړاندې ورته مبارزه وشي.

همدارنګه افغان ولسمشر دغه وینا د امریکا د متحده ایالاتو د نشه یي توکو سره د مبارزي څانګې او د یاد هیواد د قانون حاکمیت له اداری مرستیال سره په لیدنه کې کړی ده.

له ولسمشري مانئ څخه په خپره شوی خبرپانه کې راغلي چې په دغه کتنه کې محمداشرف غني ټینګار کړی چې د نشه یي توکو مافیا،قاچاق وړونکو او تروریستي کړیوله یو بل څخه ملاتړ کوي.

همدارنګه په خپره شوی اعلامیی کې ویل سوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د نشه یي توکو سره د مبارزي څانګې پر ستراتیژی کار پیل کړی او واشنګتن هوډ لری ترڅو په دي ستراتیژی کې د افغانستان ټول سپارښتني ځای په ځای کړي.