تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د چنګاښ میاشتي راپور

2017-07-24 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزد تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت او د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د چنګاښ میاشتي په اوږدو کې په مجموعی ټوګه ۳۵ قضیې د۳۷ تنو په مسکراتو اونشه یی توکو دجرمونو په تور له بیلابیلو ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دي چې د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته هغه یي دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي څارنوالي لوی ریاست د راپور پربنسټ د تیری میاشتي د ۴۳ قضیو ترڅنګ او د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د ۵۱ د نوي قضیو سره چې جمله ۹۴ قضیی کیږي له هغه جملي څخه د ۴۰ قضیو عدلي څیړني بشپړي کړي.

یاد ریاست په دي موده کې  ټول ټال ۷۳ قضیې مربوطه محکموته استولئ چې له هغي جملې څخه ۴۰ قضیې ابتدایی محکمي ته ، ۱۳ قضیې استیناف محکمي  ته او ۲۰ قضیې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دستری محکمي عامه دیوان ته اسولئ.

د نشه یي توکو پرضد د مبارزي د ځانګړي څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د چنګاښ میاشتي په لړ کې د ابتدایی محکمی له لوری د ۵۵ قضیو په اړوند، استیناف محکمي له لخوا د ۱۵ قضیو په اړوند و د افغانستان د ستري محکمي لخوا د ۱۰ قضیو په اړوند فیصلي صادری شوي دي.

همدارنګه دغه ریاست د ۱۳۹۶ لمریز کال د چنګاښ میاشتي په اوږدوکی ۲۰ موټره او ۷۹ سیته بیلابیل موبایلونه  چې له قاچاقبرانو څخه نیول شوی وو مصادره کړي او ۶۰۰۰ زره نغدی افغانی او ۱۰۰۰ زره نغدی امریکایی ډالره  چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو هغه یي په قطعي حساب پشتني بانک ته سپارلي دي.

په مجموعي توګه ضبط شوی مخدره توکې چې قضیې د۱۳۹۶کال د  چنګاښ میاشتي په لړ کې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلي په لاندی ډول دي:

(۳۸.۲۵۶ کیلو ګرامه ) هیروئین

(۲۶۳۴ کیلوګرامه) مورفین

(۲۴۱۹  کیلو  ګرامه  ) تریاک

(۱۰۴۳ کیلوګرامه) چرس

(۱۵۷۹۱کیلوګرامه) کیمیاوی جامد مواد

هغه ولایتونه چې د چنګاښ میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیې لري:

کابل ولایت ۱۲ قضیو سره،ننګرهار ولایت ۸ قضیو سره  او هرات ۶ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیې لرونکې ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د چنګاښ میاشتي کې هیڅ قضیې نه لري:

 لوګر،خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،وردک،تخار،سمنګان،پروان،پکتیکا،ارزګان،نیمروز،لغمان،کنر،کاپیسا،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان،بغلان،بادغیس و بدخشان.