تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی محاکمو ته نوي رییسان وروپیژندل شول

2017-08-23 CJTF Photo

 

د افغانستان د ستری محکمي د اړتیا وو له مخي ښاغلي قضاوتمل عبدالقیوم"حلیم" اوآغلي قضاوتیارمنیره"بهارکی" دمسکراتواونشه یی توکودجرایموپرضد دمبارزه عدلي اوقضایي مرکزداستیناف اوابتداییه محاکمود نویو رییسانو په توګه وګمارل شول .

په دی موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د  سه شنبی د زمری ۳۱ مه په جوړه شوی غنډه کې ښاغلی قضاوتپوه محمد زمان سنګری دستري محکمي دعالي شورا غړی وویل:" آغلي قضاوتپوه مهرو"حمید" داستیناف محکمي پخواني رییسه او ښاغلي نورالحق "مصلح" داستیناف محکمي پخواني قضایی غړی کارونه د ستایني وړ دي."

همدارنګه ښاغلي سنګری زیاته کړه چې د یاد مرکز ښه فعالیتونه سبب سوي چې په هیواد کې نوردولتی  بنسټونه د هغه په څیر جوړ شي.

په دی غنډه کې ښاغلي سنګری د ښاغلي قضاوتمل عبدالقیوم"حلیم" د استیناف محکمي اوآغلي قضاوتیارمنیره "بهارکی" دمسکراتواونشه یی توکود جرایمو پرضد د مبارزی  عدلي او قضایي مرکز د ابتدایی محکمي د رییسانو د پیژندلو ترڅنګ ښاغلي قضاوتیارعبدالله "راجی" د یاد مرکز د استیناف محکمي د نوي غړی په ټوګه معرفی کړ.

په یاد غنډه کې دمسکراتواونشه یی توکودجرایموپرضد دمبارزه عدلي اوقضایي مرکز چارواکي اوکارکوونکي هم شتون درلود.

له بل لوری آغلي قضاوتپوه مهرو"حمید" دستری محکمي د نوی مستشار په ټوګه خبری وکړی او زیاته کړه چې تغییر او تبدیلی په دولتی اداراتو کې یوه اصل دي خو اړین دادی چې هر چیري یوو دخپل هیواد اوخلکو ته د خدمت وړ وګرځو.

ورپسي آغلي قضاوتیار منیره"بهارکی" دابتدایی محکمي رییسه وویل:" زه دستری محکمي د مشرتابه څخه مننه اوقدردانی کوم چې ماته یي د ابتدایی محکمي د رییس په ټوګه د خدمت کولو فرصت راکړ."

دغنډی په پای کې احمدخالد"موحد" دمسکراتواونشه یی توکو دجرایموپرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکز ویاند اودمطبوعاتو او عامه اړیکو رییس د مرکز په استازیتوب راغلو میلمنوته ښه راغلاست وویل او د آغلی قضاوتپوه مهرو"حمید" داستیناف محکمي پخوانی رییسه او د دغی محکمي پخوانی قضایي غړی ښاغلي نورالحق "مصلح" له کارونو او لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او د هغوی ته دلازیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

دا په داسي حال کې ده چې د قضایی چارو دښووالي او د  وړتیاوو اصل په رعایتولو سره دستری محکمي اړتیاوو له مخي دهیواد په کچه (۱۷۸) تنه قاضیان تغییر اوتبدیل شوی دي.