تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د زمري میاشتي راپور

2017-08-23 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د زمري میاشتي په اوږدو کې جمله ۶۰ قضیی د۶۹ تنو د یوه ایرانی وګری په شمول په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه دتیرې میاشتي ۵۴ قضیو ترڅنګ ۵۸ نوی قضیی ترلاسه کړي چې ټولټال ۱۱۲ قضیی کیږي په دی موده کې له هغه جملي څخه یي د ۵۷ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي جمله ۱۰۱ قضیی مربوطه محاکموته سپارلي چې له هغه جملي څخه ۵۴ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۲ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۵ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.

 د ځانګړی څارنوالی راپور پربنسټ، په دی موده کې ابتدایی محکمی لخوا ۵۳ قضیی، استیناف محکمی لخوا ۲۶ قضیی او د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان  لخوا ۲۱ قضیی فیصله شوي دي.

نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د زمري میاشتی په لړکې ۱۶ عرادی موټره،۶۶ سیته بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه ۴۱۲۸۰ زره افغانی او ۲۸۹۰ زره امریکایی دالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

د۱۳۹۶ کال د زمري میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې  دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۲۸۳،۰۹۲ کیلو ګرامه ) هیروئین

(۷۱۶۴،۳کیلو ګرامه ) مورفین

(۳۱۶۰،۶کیلو ګرامه) تریاک

(۱۸۸۲،۵کیلو ګرامه) چرس

(۶۵۳۷،۲۳۳کیلو ګرامه ) کیمیاوی جامد مواد 

(۱۸۰ لیتره) کیمیاوی مایع مواد 

(۵۲۳۲،۳ لیتره) الکولی مشروبات 

هغه ولایتونه چې د زمري میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

-کابل ولایت له ۲۶ قضیو سره،ننګرهار  ولایت له ۱۲ قضیو سره او هلمند ولایت له ۵ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایت شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د زمري میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

-ولایت لوگر،خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،تخار،سرپل،پکتیکا،پکتیا،ارزگان،لغمان،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،بامیان،بغلان،بادغیس و بدخشان د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.