تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د وږی میاشتي راپور

2017-09-24 logo - cjtf.jpg

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق ، پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت اوځانګړی څارنوالی لوی ریاست میاشتني راپور.

د پولیسو د تدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ  د۱۳۹۶ کال د وږی میاشتي په اوږدو کې جمله ۳۰ قضیی د۴۳ تنو په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له ولایتونو څخه یاد مدیریت  ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړني څیړنو وروسته ټول یی دعدلي تعقیب په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت څخه دتیرې میاشتي ۵۵ قضیو ترڅنګ ۴۳ نوی قضیی ترلاسه کړي چې ټولټال ۹۸ قضیی کیږي په دی موده کې له هغه جملي څخه یي د ۳۵ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي جمله ۸۳  قضیی مربوطه محاکموته سپارلي چې له هغه جملي څخه ۳۷ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۰ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۶ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته لیږلي دي.

 د ځانګړی څارنوالی راپور پربنسټ، په دی موده کې ابتدایی محکمی لخوا ۴۵ قضیی، استیناف محکمی لخوا ۲۱ قضیی او د افغانستان د ستری محکمی عامه امنیت دیوان  لخوا ۸  قضیی فیصله شوي دي.

نوموړی څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د وږی میاشتی په لړکې ۱۲ عرادی موټره،۴۷  سیټه بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۴۱۶۲۴)  افغانی او (۳۰۰)امریکایی دالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د یاد څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

د۱۳۹۶ کال د وږی میاشتي په لړ کې جمله ضبط شوی مسکرات او نشه یی توکی چې  دتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۲۸،۷۳) کیلوګرامه هیرویین

(۱۶) کیلوګرامه مورفین

(۱۷۱،۵) کیلوګرامه تریاک

(۱۷۶۱) کیلوګرامه چرس

(۷۹۵) لیتره الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چې د وږی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

-کابل ولایت له ۱۲ قضیو سره اوننګرهار  ولایت له ۴ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایاتو څخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د وږی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،،سرپل،پکتیکا،پکتیا،،لغمان،کاپیسا،غور،غزنی،بامیان ،بادغیس ،کندهار،کندزاوهرات،.د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.