تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

ننګرهار کی څه باندی ۱۴ ټنه مسکرات او نشه یی توکی وسوځل سول

2017-09-27 CJTF Photo

 

څه باندی ۱۴ زره کیلوګرامه  بیلابیل مخدره توکی الکولی مشروبات اوهغه کیمیاوی مواد چه دهیرویینو په جوړلو ورڅخه ګټه اخیستل کیږی د۱۳۹۳ او۱۳۹۴ لمریز کال په اوږدوکی دافغان امنیتی اوکشفی موظفینو لخواه نیول سوی و دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزداختصاصی محاکم داصدارحکم وروسته دروان لمریزکال دتلی میاشتی په څلورمه وسوځول سول . 

ددغو قضیو په اړوند ځینی کسانودقاچاق په توردپولیسو لخواه نیول سوی اودقانون منګولو ته سپارل شوی دی.

ضبط شوی مواد مخکی له سوځلو دننګرهارولایت دمخدره توکو سره دمبارزی پولیس په ډیپوکی ساتل کیدل چی ددغه پولیس په وړاندیز اوداختصاصی محاکمو داصدارحکم سره یاد مواد په داسی حال کی لوړپوړی دولتی چارواکی اوکورنی اوبهرنی رسنیو هم شتون درلود دننګرهارولایت د رودات ولسوالی د سرخ دیوار په سیمه کی وسوځول شو.

سوځول شوی مواد په لاندی ډول دی.

۲۹۳،۲۲۹ کیلوگرامه هیرویین

۱۶۵۸،۴کیلوگرامه تریاک

۹۵۶۶،۸۵۴کیلوگرامه چرس خام

۲۲۵ کیلوگرامه مواد کیمیاوی جامد

۱۵۵۳،۵۰۰ لیتره الکولی مشروبات

۲۵ لیتره کیمیاوی مایع مواد

۸۷۷،۸۰۰ کیلوگرامه مورفین

۲۳،۵۰۰ کیلوگرامه پاپاورین

۳۱کیلوگرامه کافین

۵۱گرامه امفتامین

یو اونی مخکی دتخارولایت پولسیو هم ۱۵۰۰ کیلوګرامه مخدره توکی چی دتیریو کال په موده کی کشف اوضبط شوی و وسوځول شوه.