تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د عدلي او قضائي مرکز کلیزه ولمانځل سوه

2017-09-28 CJTF Photo

 

د نشه یي توکو او مسکراتو عدلي او قضایي مرکز ۱۲ کلنی کلیزه د تله پنځمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ولمانځل سوه.

په دی غونډه کې د یاد مرکز د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق وړونکو مجازات او له قاچاقبرانوڅخه د روښانه عدلي او قضایي څیړل وستایل شول.

په غونده کې د نشه یی توکو پرضد د مبارزي وزیره آغلئ پوهنوال سلامت عظیمی د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزي عدلي او قضایي مرکز لاسته راوړني وستایل او وویل د نشه یي توکو پروړاندی مبارزه د بیلابیلو ادارو همغږي او د سیمي او نړیوالو هیوادونو مرستو ته اړتیا لري.

آغلئ عظیمی زیاته کړه چې نشه یي توکي دامنیت،روغتیا او نورو څانګو ته یوه ستر ګواښ بلل کیږی، د هغه پروړاندی د ټولو ایماني او وجداني دنده ده چې مبارزه وکړي.

همدارنګه د هیواد لوی څارنوال ښاغلي څارنپوه محمد فرید حمیدی د نوموړی مرکز ۱۲ کلن فعالیتونه یي ښه وارزول او وویل:" په دی مرکز کې د صداقت او روښانه سیستم سبب سوی چې د هغه په شان په هیواد کې د اداری فسادو پروړاندی د عدلي او قضایي مرکز جوړ سي.

ښاغلی حمیدی زیاته کړه چې افغان حکومت خپل دنده ګنی ترڅو د خلکو جسمي او ذهني امنیت تینګ کړی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد په مبارزه کې هم قاطع هوډ لري.

نوموړی په دی برخه کې د سیمي او نړئ هیوادونو همغږی او مرستي اړینی وبللی او ټینګار وکړ ترڅو چې په نړئ کې د نشه یي توکو مارکیټ له مینځه لاړ نه سی په یواځی د افغانانو مبارزه بساینه نه کوی.

وروسته د افغانستان د سترئ محکمي سرپرست او د عالي شورا غړی ښاغلی محمد زمان سنګری خبری وکړی وویل:" د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي عدلي او قضایي مرکز د عدالت تینګښت او د مسکراتو او نشه یی توکو د مجرمینو د تعقیبولو په موخه جوړ سوی دی.

ښاغلی سنګری دا هم وویل چې د ځوانانو روږدیدل په نشه یي توکو کچی مخ په زیاتیدو دی او افغانی ټولنه له بل هر هیواد څخه له نشه یي توکو نه زیان من سوی.

د افغانستان د ستری محکمی د عالی شورا غړی په یاد مرکز کې د قاضیانو،څارنوالانو او پولیسو له بی ساری فعالیتونو څخه مننه وکړه او وویل چې د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایی مرکز د عدالت تینګیدو په موخه قربانی ورکړی.

همدارنګه د مشرانو جرګی مرستیال ښاغلی محمد علم ایزدیار چې په یادی غونډی کې شتون درلود د نشه یي توکو پروړاندی د مبارزی په برخه کې د نړیوالی ټولني مرستي اړین وبللی او زیاته کړه چې تروریزم،اداری فساد او نشه یی توکی افغانستان له بیلابیلو ګواښونو سره مخ کړی.

هغه زیاته کړه چې سیاسی او اداری فساد پروړاندی مبارزه په اصل کې مبارزه د نشه یی توکو پروړاندی دی.

تورنجنرال عبدالخلیل بختیار د کورنیو چارو وزارت د  نشه یی توکو پرضد د مبارزی معین د نشه یی توکو سره د مبارزی پولیسو په اړوند خبری وکړی وویل:" د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز کې د پولیسو لاسته راوړنی کچی د سیمي او نړئ هیوادونو څخه زیاته وبلل.

ښاغلی بختیار وویل چې نشه یي توکی یوه نړیواله ستونزه ده او د دی پدیدی له منځه وړولو له پاره نړیوالو مرستو ته ضرورت لیدل کیږی.

د غونډی په پای کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی د استیناف محکمي مشر ښاغلی قضاوتمل عبدالقیوم حلیم خبری وکړی وویل په دی مرکز کې قاضیان،څارنوالان او پولیس یوځای سوی ترڅو د نشه یی توکو او مسکراتو پروړاندی قاطع  مبارزه وکړی.

د ښاغلی حلیم په آن عدلي او قضایي مرکز یوه روښانه او منظم اداری سیستم لری او هیچ مجرم پرته له سزا نه ژغورل کیږی.

په پای کې د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزي عدلي او قضایي مرکز له لوری یوشمیر میلمنو،قاضیان،څارنوالان او پولیسو ته ستاین لیکونه ورکول سوو.