تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

د قاچاقبرانو مصادره شوي سلګونه سیټه ټیلفونونه کابل گمرک ته وسپارل شول

2017-10-03 CJTF Photo

 

د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي د ځانګړی څارنوالی چارواکي (۵۶۷ ) سیټه بیلابیل تیلفونونه چي د قاچاقبرانو څخه د ځاني پلټنی  په لړ کی  ترلاسه شوی وو، د دري ګوني محاکمو د مصادری حکم نه وروسته د سه شنبی ورځ د ۱۳۹۶ کال دتلی  ۱۱ مه نیټه د کابل ولایت گمرک چارواکو ته د لیلام په موخه وسپارل .

یاد ټیلفونونه چي ۲۷ بیلا بیل سیټونه ۷ سیټه ثریا چی په ۱۳۹۳ لمریز کال کی لاسته راغلی و او ۱۳۴  بیلا بیل سیټونه چی په ۱۳۹۴ لمریز کال کی نیول سوی و اوهمدارنګه ۴۰۶ بیلا بیل سیټونه چی په ۱۳۹۵ لمریز کال کی د هیواد کشفی اوامنیتی ځواکونو لخوا د قاچاقبرانو د نیولو پرمهال له بیلابیل ولایاتو څخه کشف او ضبط شوی دی.

په همدی حال کي د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزي د ځانګړی څارنوالی لوي رییس څارنمل محمد عارف نوری د ټیلفونو دتسلیمولو پرمهال وویل چي د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی قانون د ۱۹ مادی حکم پربنسټ:"هغه منقول څیزونه چي له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وی، د دری ګوني محاکمو د مصادری حکم نه وروسته،ټول لاسته راغلي څیزونه(اموال او اجناس) لیلام او پیسی یی د دولت عوایدو کی ټولیږی.)

د ښاغلي نوری په وینا، دری ګوني محکمو هغه مهال یی د یاد شوی ټیلفونو د مصادری حکم خپور کړ چي مالکین یی د عدلي او قضایي ځانګړو څانګو لخوا په سزاء محکوم شوی وو.

همدارنګه د کابل گمرک استازی ښاغلی عبدالمحمد  وویل چي دغه کار د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضائي مرکز  پر کاری شفافیت باندی یی دلالت کوی.

نوموړی زیاته کړه چي د کابل گمرک له مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضائي مرکز سره دتیر په شان همکار دی او همکار به پاتی شي.

د یادوني وړ ده چي د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د ځانګړی څارنوالی لخوا د تیرو پنځه کلونو کي څه باندی (۱۵۰۰)  سیټه بیلابیل تیلفونونه چي له قاچاقبرانو څخه دامنیتی اوکشفی ارګانونو لخواه ترلاسه شوی او د دری ګوني محاکمو د مصادری حکم یی در لود  کابل گمرک ته د لیلام لپاره سپارلی شوی دی.