تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی

ادامه

اجرائیه رئیس :موثق مالومات رسول د نظام د اعتبار کچه لوړوي

2017-10-10 CJTF Photo

 

د افغان حکومت اجراییه رئیس ډاکتر  عبدالله عبدالله د مرکز او ولایات د حکومتی ادارو له ویاندیانو سره په کتنه کې وویل چې د نظام اعتبار د موثقو مالوماتو رسولو پوری تللي ده.

اجراییه رئیس، مالومات رسونه یی د دولت او ملت ترمنیځ د ښو اړیکو یوه اصل وبلل او زیاته کړه چې مالوماتوته لاسرسی د خلکو حق دی او د حکومت مشرتابه په دی اړه مسوولیت او دنده لري.

ډاکتر عبدالله وویل:"د نظام د اعتبار کچه په ادارو کې د حقایقو ویل او پر سانسور وړو تللي ده. حقایق د خلکو له سترګو نه پتیږی ځکه عامه رسنئ هغه ټول بربنډ کوي."

نوموړی دا هم وویل څرنګه چې خلک د حکومتي ادارو پر ویاندویان اعتبار او باور کوي نو تمه لري ترڅو له تاسو څخه حقایق واوري او دا یوه ډرون او لوي مسوولیت او دنده ده که د حکومت ویاندویان لومړی لاس مالوماتو لاسرسی ونلری او خلکو ته موثق او سم مالومات ونه رسوی نو نه یواځی د هغوی اعتبار بلکی د ټول نظام اعتبار ترپوښتنی لاندی زي.

عبدالله عبدالله د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره ته حکم ورکړ ترڅو د موثقو مالوماتو رسولو په موخه له والیانو سره خبری وکړی چې ویاندویان یی دی موضوع ته متوجه سي.

اجراییه رئیس د حکومتی ادارو ویاندویانوته وویل:"تاسي د آزادی بیان په دفاع او د تبلیغاتی جنګ په لومړی کرښو په مورچلوکې شتون لری او بیان آزادی تمثیلوی."

همدارنګه عبدالله عبدالله د هیواد په اداراتو کې د شته اداری فسادو په اړه خبری وکړی وویل چې دغه ستونزه تولو لاسته راوړونوته سخته زربه رسوی نوموړی زیاته کړه چې موثق مالومات رسول د اداری فساد کچه کمه وی.

 

هشت صبح